د شمالي وزیرستان کډوالو نن په بنو کې د پریس کلب مخې ته احتجاج کړی دی.
دوي له حکومته غوښتنه کوي چې د نوم لیکنې په عمل کې دي شامل کړل شي.
احتجاج کونکو ویلي چې که د روانې میاشتې تر یوولسمې نېټې د دوي غوښتنې پوره نه شوې نو په اسلام آباد کې به مظاهره کوي.
د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله شاوخوا یو میلیون کسان بې کوره شوي دي چې لویه برخه یې په بنو کې مېشت دي.