د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي، حماس ته یې د توغندیو ټېکنالوژي ورکړې ده


یوه ایراني چارواکي په عامه ویلي، چې هېواد یې د حماس اورپکي ډلې ته د میزایلو ټکنالوژي ورکړې ده.
د ایران د مصلحت او تشخيص د شورا منشي محسن رضوي د ایران عربي ژبې ټېليویژن الاعلم ته ویلي چې د فلسطیني مقاومت کوونکو د میزایلو ټکنالوژي د ایران له برکته ده.
رضوي زیاته کړه چې ایران اړتیا لري چې فلسطینیانو ته دفاعي او پوځي ټکنالوژي انتقال کړي څو دوی وسله ترې جوړه کړي او د ځان دفاع وکړي.
رضوي چې د ایران د انقلابي ساتندويانو یو پخوانی قومندان دی، د ایران ولسمشر حسن روحاني ته په یوه لیک کې له نوموړي غوښتي چې حماس ته دې د اسرایلي جنګي الوتکو په ضد د استعمال لپاره دفاعي هوایي نظام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG