د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو او حماس تر منځ اوربند عملي شو


د اسراييلو پوځ وايي د مصر په منځګړتوب يې د درو ورځو د اوربند په ترڅ کې د سې شنبې یا نهې له ورځې د غزې له تړانګې څخه خپل ټول مځکني ځواکونه را ايستلي دي. د اسراييلو د پوځ وياند پيټر لېرنر ويلي، له غزې تړانګې څخه ايستل شوی اسراييلي ځواکونه او ټېنکونه په دفاعي حالت کې د غزې له پولې بهر ځای په ځای شوي دي.
له تیرې یوې میاشتې راهیسې چې د اسراييل او حماس تر منځ جګړه پېل شوې، د ۱۸۵۰ په شا وخوا کې فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ولسي وګړي دي. بلخوا په دغه جنګ کې ۶۷ اسراییليان هم وژل شوي چې زياتره يې هغه پوځيان دي چې په غزه کې جنګېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG