د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د چین په زلزلې کې پر مرګ ژوبله خواشینی دی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په چین کې د زلزلې له کبله پر انساني مرګ ژوبلو او تاوانونو خواشیني څرګنده کړه.
ولسمشر کرزي د چین ولسمشر ژي جینګ پینګ ته په یوه استولي لیک کې د دغه هیواد په جنوب ختیځ ایالت یونن کې د زلزلې په اثر د سر ومال د تاوانونو په خاطر د چین له دولت او ملت سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د چین د یونان ایالت د یکشنبې د ورځې په زلزله کې ۳۸۱ تنه مړه شوي او ۱۸۰۰ نور ژوبل شوي دي.
زلزلې ۱۲ زره کورونه نړولي او ۳۰ زره نور زیانمن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG