د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما هیله لري چې د افغانستان د رایو پلټنې به و نه ځنډېږي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش پیل شوی بهیر به بیا ونه ځنډېږي.
ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د رایو د تفتیش بهیر له څو ورځې ځنډه وروسته اوس روان دی خو له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې دا پروسه بې له کوم ځنډه بشپړه کړي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، د سرمنشي خاص استازي یان کوبیش ویلي چې د رایو د تفتیش د بهیر په اړه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي پر اندېښنو پوهېږي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر په یوه خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې او د یوه کاندید او نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې د رایو د تفتیش کار د یکشنبې په ورځ پیل شو خو د دوشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله څارونکي هم په دې پروسه کې شامل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG