د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستاني پوځ کې تندلاریتوب


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان پوځ د سه شنبي په ورځ د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي بريګيډيېر علي خان تر بنديز لاندي تنظيم حزب التحرير سره د تړاو لرلو و په تور نيولی دی. ځيني کاپوهان وايې چې پاکستاني پوځ د يوې ادارې په حيث د يوه سنجول شوي پلان له مخې په اداره کې دننه اسلامی تند لاريتوب ته وده ورکړې ده خو ځيني بيا وايي چې دا يوه ادارتي پاليسې نه بلکه په پوځ کې دننه ځيني کسان په شخصي توکه انتها پسنده رجحانات لري. د مشال تر رڼا لاندي بحث کې عبدالحی کاکړ هم ددي پوښتنو د ځواب لټولو هڅه کړي چې مېلمانه یې د امنيتي چارو کارپوه او کالم ليکونکی بریګيډيیر ريټایرډ اسد منير، د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيیر ريټایرډ سعد محمد خان او د د پوځ پخوانی چارواکیۍ بريګيډيیر ريټایرډ اخيان ګل دي.

XS
SM
MD
LG