د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د پلټنې بهیر بیا وځنډول شو


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن او ملګرو ملتونو چارواکي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن او ملګرو ملتونو چارواکي

په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د دویم پړاو د ټولو شاوخوا اته میلیونه رایو د پلټنو بهیر تر څلرویشت ساعتونو وځنډول شو.

کابل: په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د دویم پړاو د ټولو شاوخوا اته میلیونه رایو د پلټنو بهیر تر څلرویشت ساعتونو وځنډول شو.

د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلو غړو د دې پخلی دی.

ټاکل شوې وه چې د رایو د پلټو دا بهیر د شنبې په ورځ د کابل پر وخت سهار اووه بجې پیل شوی وای.

د دې ځنډ لامل دا دی چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې غړي د رایو د پلټنو بهیر څارلو لپاره نه وو ورغلي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې غړو مشال د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی ځکه په دې بهیر کې له ګډون ډډه کړې چې شرطونه یې نه دي منل شوي.

د یادې ډلې ویاند سيد فاضل سنچاراکي د پنجشبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو له خوا په وړاندې کړل شوې تګلاره کې د دوی غوښتنو ته پام نه دی شوی.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لوړي پړاو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ډېرې رایې اخیستې وې او په دویم پړاو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی وړاندې شو.

ډاکټر عبدالله عبدالله تور لګوي چې د دوی په وینا ، د دویم پړاو پر مهال ورسره درغلۍ شوې دي خو نه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن او نه هم ډاکټر اشرف غني احمدزی دا تور مني.

XS
SM
MD
LG