د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسمشریزه ټاکنو د دویم پړاو د رایو پلټنې سبا پېلېږي


ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غوښتي دي چې د رایو د پلټنو په بیا پېلېدونکي بهیر کې دي پوره برخه واخلي. د رایو د پلټنو دا بهیر له سبا پېلېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې یان کوبیش د پنجشنبې په ورځ وویل چې د رایو دا پلټنه د انتخاباتي پروسې د سر ته رسولو لپاره ضروري ده.

یان کوبیش زیاته کړه چې د هر ډول ځنډ او بې یقینۍ د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي حالت ډېر منفي اغېز دی.

د جون پر څوارلسمه د تر سره شوو دویم پړاو ولسمشریو انتخاباتو د ټولو شاوخوا اته میلیونه رایو د پلټنو بهیر د تېرې اونۍ په پای د تخنیکي ستونزې له کبله وځنډول شو.

د انتخاباتو د کمېشن چارواکو ویلي چې دواړه کاندیدان یانې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله پر دې سره سلا شوي دي چې څه ډول پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG