د کونړ امنیتي چارواکي وايي، پاکستان یو ځل بیا د چارشنبې او پنجشنبې (شورو او زیارت) تر منځ د شپې د ولایت پر درو ولسوالیو له ۱۰۰ زیات توغندي داغلي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل مشال راډيو ته وویل، د توغندیو بریدونه له شپې تر سهاره روان ول.
د ده په خبره، ۱۱۸ توغندي د دانګام، شیګل او مرورې ولسوالۍ پر برخو لګېدلي دي.
سیدخېل زیاتوي، توغندیو ځاني زیان نه دی اړولی خو ولسوالیو ته یې مالي تاوان ور په برخه کړی دی.
د پاکستان د توغندیو بریدونو په غبرګون افغان حکومت او مدني ټولنو په بیا بیا احتجاج کړی دی.
پاکستان وايي، پر افغان خاورې توغندي نه وروي خو د وسله والو تر برید وروسته ځوابي کارروايي کوي.
پاکستان د دې تازه بریدونو په اړه لا څه نه دي ویلي.