د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په بنغازي کې پوځي اډه نیولې ده


د لیبیا پوځي چارواکي وايي، د څو ورځو تر سختې جګړې وروسته، اسلامپالو وسله والو په بنغازي کې د پوځ د ځانګړو ځواکونو مرکز نیولی دی.

لومړی د اسلامي او جهادي ډلې اتحاد د هېواد په ختیځ کې د پوځي اډې د نیولو دعوه کړې وه.

د لیبیا په مرکز طرابلس کې له هوايي ډګر سره نېږدې جګړه په داسې حال کې روانه ده چې هلته د تېلو په یوه زېرمتون کې له درو ورځو راهیسې اور بل دی.

له دوو اوونیو راهیسې له هوايي ډګر سره نېږدې په نښتو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د سې شنبې پر ورځ په لیبیا کې د ناکرارۍ له کبله فرانسې، پرتګال، هالینډ، کاناډا او بلغاریې د خپلو سفارتونو تړلو اعلان وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG