د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر له وزیرستانیو کډوالو سره ولیدل


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، پوځ او پاکستانی ولس د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستو ته ژمن دي.

د سې شنبې پر ورځ په بنو کې کډوالو ته د وینا پر وخت جنرال شریف وویل، دوی به د کډوالو د بیا بحالي په عمل کې هم د وزیرستان له ولس سره وي او هغوی به یوازې نه پرېږدي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي، جنرال شریف د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې له برخه اخیستونکو پوځیانو سره هم ولیدل او بیا په بنو کې د کډوالو کیمپ ته ورغی.

بیان زیاتوي، جنرال شریف په میرامشا کې یوه شپه تېره کړه او له پوځي افسرانو یې د عملیاتو په اړه مالومات تر لاسه کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG