د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو پرون مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان په بیلا بیلو برخو کې د پوځ او وسله والو ډلو ترمنځ په جګړه کې پنځه حکومتي سرتیري وژل شوي چې یو پکې د پوځ کېپټن هم دی او اته نور ژوبل شوي دي.
دوی همدارنګه ادعا کوي چې تر پرون ماښامه په روانه جګړه کې یوولس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. د دې راپورونو سپیناوی ازادې سرچینې نشي کولی ځکه چې د پاکستان پوځ د جګړې سیمې ته بې پرې خبریالان نه پریږدي.
پاکستان د جون له ۱۵ مې په سیمه کې عملیات پیل کړي، د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال عاصم باجوه پرون «سېشنبه» په لاهور کې خبریالانو ته وویل چې دضرب عضب د عملیاتو په ترڅ کې یې تر څلور نیمو سوو زیات وسله وال وژلي دي. د عملیاتو له کبله نږدې یو میلیون خلک بې کوره شوي هم دي.