د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقیو ځواکونو پر تکریت بیا حمله وکړه او پارلمان نوی سپیکر وټاکه


د عراق حکومتي ځواکونو د سې شنبې پر ورځ د شمالي ښار تکریت د بيا نيولو لپاره پر ښار حمله وکړه.


له کومې ورځې چې د عراق او شام اسلامي دولت په نامه وسله والو دا ښار نیولی، د عراق د حکومتي ځواکونو دا دویم بريد دی.


چارواکي وایي، پر ښار یي له شمال او جنوب لورې بريدونه پیل کړیدي.


دوی وایي، حکومتي ځواکونه د ورځې په نیمایي کې د تکریت ښار په جنوبي برخو کې پرمخ ولاړل، د یوه روغتون، د پولیسو د اکاډمۍ او د صلاح الدین ولایت د ودانۍ په ګډون یې یو شمېر ودانۍ نیولي دي.


دا بريدونه په داسي حال کی پیل شوي چې د عراق وېشل شوي پارلمان د سې شنبې پر ورځ یو ځل بیا د پارلمان د سپيکر، ولسمشر او وزيراعظم د ټاکنې لپاره غونډه وکړه.

په غونډه کې د پارلېمان مشر یا سپیکر انتخاب شو. تیره غونډه چې دیرش دقیقې یي دوام کړی وو، بې نتیجې پای ته رسیدلې وه.


وزيراعظم نوري المالکي چې له ۲۰۰۶ م کال راهیسي په واک کې دی، تر فشار لاندی دی چې استعفا وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG