د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان د انتخاباتو د دوهم پړاو ټولې رایې بیا شمیرل کیږي


دافغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو دواړه کاندیدان د امریکا په دریم ګړیتوب دې ته رضا شوي چې د ټولو استعمال شویو رایو به سل په سلو کې له سره پلټنه کیږي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي او د هغه سیال ډاکټر عبدالله پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره په ګډه په یوه خبري غونډه کې په خبرو کې وویل چې د نړیوالو څارونکو په موجودګۍ کې به د رایو ټول صندوقونه په کابل کې له سره شمیرل کیږي او په پایله کې به یې ګټونکی او بایلونکی معلومیږي.

دواړو مشرانو د پایلو د مخې ته راتلو نه پس د ملي ایتلافي حکومت د جوړولو خبره هم یاده کړه او همداراز یې د افغانستان د موجوده ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې ښايي د رایو له سره شمیرل به څو اونۍ وخت ونیسي نو د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نیټه دې د اګست د دوهمې نیتې نه وځنډوي. وروستي راپورونه وايي د افغانستان ولسمشر د دواړو کاندیدانو غوښتنه منلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو سره د دوو ورځو د خبرو وروستو وویل ،د رایو د پلټونو پړاو له نن نه پیلیږي، او په ترڅ کې به یې ټولې استعمال شوې اته میلیونه رایې له سره پلټل کیږی.

خبرې غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش هم وینا وکړه چې پکې یې له نړیوالو څارونکو وغوښتل چې د هغو رایو په څیړنه کې دې ورسره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ په دویم دور انتخاباتو کې ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG