د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرويز خټک: مرکزي حکومت دي کډوالو سره نړيوالو مرستو ته اجازه ورکړي


د خيبر پښتونخوا وزيراعلیو پرويز خټک
د خيبر پښتونخوا وزيراعلیو پرويز خټک

"نړیوالو مرستندویه ادارو ته اجازه ورکول پکار ده. زموږ ضرورت دی. دا کډوال به واپس خپلو سیمو ته هم لیږل غواړي او ددوی کار په لس شل یا دیرش اربه روپو نه کیږي."

غلام غوث (پيښور): د خيبر پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته غوښتي چې نړيوالو مرستندويه ټولنو او د پاکستان غيرسرکاري ادارو ته دې له شمالي وزيرستان څخه د پوځي عمليآتو له وجې بې کوره شوو خلکو سره د مرستو د کولو اجازه ورکړي.

پرون پيښور کې د پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک خبريالانو سره خبرو کې وويل چې دوی همداراز له مرکزي حکومته غواړي چې خیبر پښتونخوا دې جنګ ځپلې سيمه وګرځوي او له ټيسکونه دې يې مستثنا کړي.

په داسې حال کې چې له شمالي وزيرستان څخه د پوځي عملياتو له وجې شاوخوا اوه لکه خلک بې کوره شوې، د وفاقي حکومت لوړپوړو چارواکو څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د دغو کډوالو لپاره د بهرنيوو مرستو ضرورت نشته او خپل وسايل يې کافي دي خو د پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک وايي: ((نړیوالو مرستندویه ادارو ته اجازه ورکول پکار ده. زموږ ضرورت دی. دا کډوال به واپس خپلو سیمو ته هم لیږل غواړي او ددوی کار په لس شل یا دیرش اربه روپو نه کیږي. دوی له سلو تر دوو سوو اربو روپو پورې مرستې ته ضرورت لري نو پاکستان غیر سرکاري ادارو او نړیوالې مرستندویه ادارو ته اجازه ورکول پکار ده. مووږ ته د مرستو ضرورت دی.))

نړیوالو مرستندویه ادارو ته اجازه ورکول پکار ده. زموږ ضرورت دی. دا کډوال به واپس خپلو سیمو ته هم لیږل غواړي او ددوی کار په لس شل یا دیرش اربه روپو نه کیږي

پرویز خټک له وفاقي حکومته دا غوښتنه هم وکړه چې څرنګ په تېر حکومت کې د پښتونخوا کارخانې او کاروبارونه له ټیکس څخه مستثنا شوي وو نو همدغسي دې وفاقي حکومت صوبايي حکومت ته په ټیکسونو د رعایت اسانتیاوې ورکړي.

هغه زياته کړه: ((د سوات د عملياتو په وخت د سوات د کډوالو له وجې تېر وفاقي حکومت زموږ صوبې ته د دريوو کلونو لپاره ټیکسونه معاف کړي وو. اوسني حالات د تېر ځل په پرتله نور هم خراب دي او پکار ده چې وفاقي حکومت د ټیکس د معاف کول ترڅنګ د پښتونخوا لپاره نور مراعات هم اعلان کړي))

XS
SM
MD
LG