د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې ساینس کالج کې نښته، دوه زدهکوونکي ژوبل


د کوټې په ساينس کالج کې د لوستونکو د دوو بېل بېل سازمانو تر منځ په نښته کې دوه زده کوونکي ژوبل شوي دي.

د کوټې د پولیسو په خبره د زیارت ورځ په ماځيګر په ساينس کالج کې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن او د اهل سنت وال جماعت د زدهکوونکو تر منځ نښته شوې، چې پکې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن دوه غړي ژوبل شوي دي.

تردې نښتې وروسته ياد کالج ته ملیشه ځواکونو او پولیس راوبلل شول، چې تر يو ساعت نښتې وروسته يې حالات قابو کړل.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا رسنيو ته په لېږل شوي يوه بیان کې د اهل سنت و ال جماعت پر زده کوونکو تور لګول شوی، چې د ترهګرۍ په دې پېښه کې يې د دوی د سازمان دوه زدهکوونکي ژوبل کړي دي.

بل خوا اهل سنت وال جماعت بیا دا تور ناسم بللی او پر پښتونخوا ګوند يې تور پورې کړی، چې د همدوی سازمان په تعليمي ادارو قبضه کول غواړي، چې دوي به يې په هیڅ صورت پرې نږدي.

XS
SM
MD
LG