د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل د غزې پر تړانګې بمباري کړې ده


اسراییلو نن د غزې په تړانګه کې هوايي عملیات کړي چې په ترڅ کې یې دیرش اهداف په نخښه کړای شوي دي. پوځ وایي دابمباري دهغو عملیاتو لړۍ ده چې پر اسراییلو د راکتي بریدونو د ترسره کونکې ډلې حماس پرضد یې دوی کوي.

فلسطیني چارواکي وايي دابمباري نن سهار وختي شوې چې په ترڅ کې یې په جنوبي غزا کې دوه کورونه په نخښه شوي، چې یو پکې د حماس د یوغړي ښودل کیږي. په دې پېښه کې نهه کسان ژوبل شوي دي. تر دې وړاندې حماس دغزې په تړانګه کې پر اسراییلو د راکټو لسګونه توغندي فایر کړل. داسراییلو پوځ وايي د جولايي په اومه پر اسراییلو څلویښت راکټي بریدونه ترسره شوي دي. په سم لاسي ډول د اسراییلو غاړې ته د اوښتي زیان راپورونه نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG