د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان د انتخاباتو پایلې ښايي سبا ته اعلان شي


په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې به سبا ( د ګل په ورځ ) اعلان شي ، د جمهوري ریاست د دواړو امیدوارانو انتخاباتی ټیمونه وایي ، دانتخابي مسلو د حل لپاره به یې تکنیکي او سیاسي ټیمونه په خپلو کې خبرې کوي.

اشرف غني احمدزي پرون د خالي په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل د لومړنیو نتایجو په اعلان کې نور ځنډ ورته د منلو نه دی، هغه دا شان د خپل سیال عبدالله عبدالله سره د یو ایتلافی حکومت جوړول هم رد کړل او زیاته یې کړه:

(( موږ د ایتلاف لپاره نه یو راغلي ، خدمت کولو ته راغلي یو. اول باید ایتلاف تعریف کړو چې ایتلاف څه ته وايي، دځانګړو ګټو څخه دفاع کول او که یا ملي ګټو څخه دفاع کول. موږ د ملي ګټو څخه د فاع کولو ته ژمن یو. ))

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن هم ژمنه کړې چې د دویم پړاو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې به سبا د ګل په ورځ اعلان کړي.

خو بل پلو د ډاکټر عبدالله د ټیم غوښتنه ده چې ترڅو ددوی انتخاباتي شکایتونو ته ځواب نه وي ویل شوی ، د انتخاباتو نتیجې دې نه اعلانیږي.

XS
SM
MD
LG