د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي


د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال مشال راډیوته نن د پنجشبنې ورځې په سهار وويل چې تيره شپه د افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې چې د خوګيانو ولسوالۍ نوکړخيلو سيمه کې يې تر سره کړي ول، په نتيجه کې يې دوه تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي.

د مشرقيوال په خبره په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادو عملياتو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.







د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG