د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د دوه زرو انتخاباتي مرکزونو رای بیا شمېرل کېږي


دافغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني
دافغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي وروسته له هغې چې د یو کاندید لخوا د درغلیو تورونه لګول شوي، دوی په پام کې لري چې د نږدې دوو زرو انتخاباتي مرکزونو رایې له سره وشمیري.

دمشال راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې د نوموړي کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني پرون وویل د دیرشو ولایتونو په ۱۹۰۰ انتخاباتي مرکزونو کې د رایو شمیرنه ځکه بیا له سره ترسره شي چې د پروسې شفافیت او ښه والی خوندي وساتل شي. د نوموړي په اند د رایو د بیا شمیرلو پروسه له څلورو نیولې تر پنځو ورځو پورې وخت نیولی شي.

نورستاني وویل : د انتخاباتو کمیسون تراوڅه پریکړه نه ده کړې چې له ټاکلي مهالوېش سره سم د جولاي پر دویمه نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي او که د یادو مرکزونو د رایو سر دوباره شمیرلو ته صبر وکړي.

په افغانستان کې په لویه پیمانه تمه څرګندیږي چې د انتخاباتو لومړني نتایج به د جولايي پر دویمه او وروستۍ پایلې به د جولايي پر ۲۲ مه نیټه ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG