د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ تاوتریخوالي کې اووه کسان وژل شوي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او تاوتریخوالي په تازه پېښو کې اووه کسان وژل شوي دي.

پولیس وایي چې د تاوتریخوالي دا پیښې تېره شپه د کراچۍ په اورنګي ټاون ، بلدیه ټاون ، ګلبهار او لانډي سېمو کې رامنځ ته شوې دي.

په کراچۍ کې له تېرو شاوخوا یوولس میاشتو راهسې د هدفي وژونکو ، قلنک اخیستونکو او نورو وسله والو پر ضد د لټون عملیات روان دي چې له امله یې د وژنو کچه تر یو څه وخته له ټیټېدو وروسته بیرته زیاته شوې ده.

بل پلو د کراچۍ پولیس وایي چې د روژې د میاشتې په مناسبت یې د ښار په بېلا بېلو برخو کې امنیت ټینګ کړی دی او د جوماتونو او امام بارګاو مخې ته یې د پولیس سرتیرو شمیر زیات کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG