د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند ایجنسۍ: دوه نور ښوونځي په بمونو والوزول شو


د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د وران کړل شوي ښوونځي یو پخوانی عکس
د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د وران کړل شوي ښوونځي یو پخوانی عکس

د مومند ایجنسۍ په بېلا بېلو سیمو کې دوه ښوونځي [سکولونه] او یو د اوبو ً ټیوب یول ً په بارودي موادو الوزول شوي دي.

بنو: د مومند ایجنسۍ په بېلا بېلو سیمو کې دوه ښوونځي [سکولونه] او یو د اوبو ً ټیوب یول ً په بارودي موادو الوزول شوي دي.

دا پېښې د جمعې په شپه رامنځ ته شوې دي او چا یې د دې رپوټ تر خپرېدو پړه نه ده منلې. وران کړل شوي د لومړنیو زده کړدو ښوونځي [ پرایمیري سکلونه] دي.

د وران کړل شوي ښوونځي یو زده کوونکي مشال راډیو ته وویل چې لومړی یو چاودنه وشوه او ورپسې ډزې وشوې.

د دې ښوونځیو له ړنګېدو سره په مومند ایجنسۍ کې د وران کړل شوو ښوونځیو شمېر ۱۲۴ ته رسېدلی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG