د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: د سنګین ولسوالۍ جګړه نورو ولسواليو ته غځيدلې


سنګین ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ او پولیس سربازان په کوڅو کې ګشت کوي. ۱۲مې ۲۰۱۳م کال
سنګین ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ او پولیس سربازان په کوڅو کې ګشت کوي. ۱۲مې ۲۰۱۳م کال

له سیمې د رارسېدلو راپورونو له مخې هلته له روانو نښتو نژدې ۲۰ افغان سربازان او تر ۴۰ زیات ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. وسله والو ته د اوښتې مرګژوبلې حال نشته.

د هلمند والي وياند عمر ځواک خبري ناستې ته وويل، د سنګین ولسوالۍ جګړه چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دوام لري، د ولایت څلورو نورو ولسوالیو ته پراخه شوې ده.

له سیمې د رارسېدلو راپورونو له مخې هلته له روانو نښتو نژدې ۲۰ افغان سربازان او تر ۴۰ زیات ولسي وګړو ته مرګزوبله اوښتې ده. وسله والو ته د اوښتو تلفاتو په اړه حال نشته.

ښاغلي ځواک وویل، وسله وال غواړي چې په نوزاد، سنګین، موسا کلا او کجکي ولسوالیو کې مرکزونه جوړ کړي او له هغه ځایه د هلمند نورو سیمو، دغه ډول کندهار او پتېره شمالي ولایتونو ته ناامني وغځوي.

« وسله والو مخالیفینو خپل عملیات د هلمند په ځينو سیمو کې پلان کړي دي چې له هغې جملې څخه د هلمند شمال کې د نوزاد، سنګین، موسا کلا او کجکي ولسوالۍ راځي. دوی له تېرو پنځو ورځو راهیسې حملې پیل کړي، همدا شان تېره ورځ څلور بجې د موسا کلا د کیندو او یکونچي په ځینو سیمو کې او نن ورځ ګهیځ اووه بجې د کجکي ولسوالۍ په ځينو ساحو باندې یې حملې شروع کړې دي.»

پروسږ کال هم په سنګین ولسوالۍ کې نښتو شپږ میاشتې دوام درلود خو دا ځل ویل کېږي چې جګړه ډېره سخته ده او دواړو غاړو ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.

د والي ویاند عمر ځواک وویل، چې افغان ځواکونه په عملیاتو بوخت دي خو وسله وال ډېر سخت مقاومت کوي.

د خبري ناستې پر مهال د ولایتي شورا غړي عطا الله افغان هم خبرې وکړې. هغه وویل وسله وال غواړي چې په دې سیمه کې د کوکنارو کښت او قاچاق ته لاره هواره کړي. او د غور او بادغېس له لارې له هلمنده و پاکستان او ایران ته د نشيي توکو قاچاقولو لپاره لارې پرانیزي.

«په سنګین ولسوالۍ کې چې دا اوس جنګ روان دی، یا طالبان پر دې باندې زور کوي چې دغه ولسوالۍ باید د دوی تر ولکې لاندې راسي، دلته د هلمند شمال او جنوب کې د دوی د کوکنار حاصلات ټول رسېدلي دي، او هغوی یوازې او یوازې دا پلان لري چې د سنګین ولسوالۍ په نیولو سره قاچاقولو ته لاره پرانیزي»

عطا الله وویل په دې جګړه کې مافیايي کړۍ هم لاس لري، او غواړي چې د هلمند شمال کې د نشيي توکیو پروسېس او قاچاق لپاره مرکزونه جوړ کړي.

راپورونه وايي، چې له روانو نښتو یوازې له سنګین ولسوالۍ په سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي، او مرستو ته اړتیا لري.

په دې خبري ناسته کې د هلمند مدني بنسټونو په استازیتوب سردار محمد همدرد پر مرکزي حکومت ږغ وکړ چې؛ د دې پراخېدونکې جګړې د مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

دی زیاتوي چې په جګړه کې ولسي افغانانو ته مرژوبله اوښتې او هغوی نشي کولای چې خپل مړه او ژوبل کسان د جګړې له ډګره راوباسي.

«د افغانستان له مرکزي حکومته مو غوښتنه دا ده چې د هلمند پر ولس زړه وسوځوي، هلته ډېر مړي پراته دي، دومره څوک نشته چې هغوی ښخ کړي. او د جګړې له لاسه بې ځایه شوې کورنیو په دې سختې ګرمي کې پر وچو دښتو اړولې، هغوی مرستو ته اړ دي. هلته د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوې نشته، او هېڅ مرستې نه دي ورسره شوې، ما مخکې هم وویل چې یو لوی ناورین دی»

په دغه خبري ناسته کې برخوالو پر افغان مرکزي دولت او مرستندویه ادارو ږغ وکړ چې د هلمند شمال کې روانې جګړې او ناورین ته سنجیده پاملرنه وکړي. نوزاد، سنګین، موسا کلا او کجکي تر خپل منځ او د کندهار په ګډون د هېواد له شمالي ولایتونو سره ګډه پوله لري چې د خپل ستراتیژیک موقعیت له کبله وسله والو ته د پټنځایونو ښه امکانات برابروي.

محمد الیاس داعي، هلمند

XS
SM
MD
LG