د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر کوزېدونکې الوتکې له ډزو یوه مساپره ښځه وژل شوې


د پېښور هوايي ډګر ویاند مسعود تاجور مشال راډیو ته وویل چې الوتکې له سعودي عربه و پېښور ته نژدې ۱۰۸ مساپران راخیستي ول چې د پېښې ښکار شوه.

په پېښور کې پر یوې مساپروړونکې الوتکې پر هوايي ډګر د کښتو کېدو پر مهال په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او دوه کارونکي ژوبل شوي دي.

د مشال راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي، بیګا د پېښور باچا خان هوايي ډګر کې د پاکستان هوايي کرښې «پي ای اې» بر یوې الوتکې د کوزېدو مهال ډزې شوې دي.

باچاخان هوايي ډګر کې پر کوزېدونکې الوتکې د وژل شوې مېرمنې مړی په امبولېنس کې اېښودل کېږي. ۲۵جون ۲۰۱۴
باچاخان هوايي ډګر کې پر کوزېدونکې الوتکې د وژل شوې مېرمنې مړی په امبولېنس کې اېښودل کېږي. ۲۵جون ۲۰۱۴

د پېښور هوايي ډګر ویاند مسعود تاجور مشال راډیو ته وویل چې الوتکې له سعودي عربه و پېښور ته نژدې ۱۰۸ مساپران راخیستي ول چې د پېښې ښکار شوه.

د پېښې پړه چا نه ده اخیستي او نه هم دا جوته ده چې پر الوتکه وسله والو ډزې کړې که د ودونو د خوشالۍ ډزو کې لګېدلې ده.

چارواکي وايي، داسې نښې تر سترګو کېږي چې ښايي الوتکه په نښه شوې وې. د دوی په خبره چې پر الوتکې اته مرمۍ لګېدلې دي.

د روانې میاشتې پر اتمه نېټه پر کراچۍ هوايي ډګر هم وسله والو برید کړي وو چې پکې نژدې ۳۰ تنه وژل شوي ول او یو شمېر ژوبل شوي وو. د هغې پېښې پړه د ازبکستان اسلامي غورځنګ پر سر اخیستې وه. داسې ویل کېږي چې په شمالي وزیرستان کې د بهرنیو او کورنیو وسله والو پر ضد د پاکستانیو پوځي عملیاتو پېلېدل هم د کراچۍ هوايي ډګر برید غبرګون وي. په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر پنځو لاکو پورې وګړي خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG