د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘افغانستان لا هم د تروريزم سر چينه ده’


روسيې يوه جګپوړي امنيتي چارواکي د چارشنبې پر ورځ وويل چې افغانستان لا هم د تروريزم سر چينه ده.


د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې د روسيې د امنيتي شورا منشي نيکولاي پتوشيف وويل، فکر نه کوي چې په افغانستان کې به د تروريزم خطر له منځه تللي وي.

ده ادعا وکړه، معلومات لري چې په افغانستان کې د ځانوژونکو د روزنې د مرکزونو په شمول د تروريستانو روزنځايونه شته.

ده تاکيد وکاوه چې، تروريستان ځپل شوي نه دي، طالبان له منځه وړل شوي نه دي او پر دې سربېره له هغوي سره خبرې پيل شوي او د پرمختګ په حال کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG