د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې ای ټي پوهنتون کې د مضمون ليکلو سيالي


خدای نور ناصر (کويټه):- د بلوچستان په سرښار کويټه کې په بيوټمز (بلوچستان يونيورسټي اف انفارمېشن ټيکنالوجي انجینرينګ اينډ مينيجمنټ ساينسز) يا د معلوماتي په ټکنالوژۍ پوهنتون کې د مشال راډيو له خوا (په امن راوستلو کې د ځوانانو د رول) تر عنوان لاندې د مضمون لیکلو سيالي وشوه چې د دغه پوهنتون ډېری هلکانو او نجونو لوستونکو په کې ګډون وکړ. په دې سیالیو کې لومړی ځای عثمان غني، دوهم علي او درېيم ځای علي زین العابدين خپل کړ.


د سې شنبې په ورځ په دغه مقابله کې برخه اخیستونکو لوستونکو ته د انعامونو ورکولو يوه غونډه وشوه، چې مشر مېلمه يې د ياد پوهنتون مرستيال مشر انجینر احمد فاروق خان بازی وو. انجينر بازي دې غونډې ته وویل، امن چې په اوس وخت کې د ټولې نړۍ تر ټولو زیات ضرورت دی، تر هغه په هيڅ يوې ټولنه کې راتللی نشي تر کومه چې هر تن په خپل ځان کې دننه د نفرت پر ځای مينې او امن ته ځای ورکړی نه وي.

هغه زياته کړه: ((که چېري تاسو د امن په هکله خبرې کوئ نو تاسو به يې لومړی له خپله ځانه پېلوئ. تر کومه چې هر يو که نر دی او که ښځه په خپل ځان کې د نفرتونو او شخړو پر ځای امن ته ځای نه وي ورکړی، باور نه کوم چې تاسو به امن تر لاسه کړئ.))

ښاغلي بازي د مشال راډيو له مشرانو څخه مننه وکړه چې د سولې او امن لپاره يې د پوهنتون لوستونکو ته د څه سوچ يا فکر کولو زمينه برابره کړه.

په امن راوستلو کې د ځوانانو د رول تر سرلیک لاندې د مضمون لیکلو په دې سیالیو کې دريم ځای خپلونکي، علي زین العابدين وويل چې دا قسمه سيالۍ د امن لپاره د هلو ځلو خواته پامولو لپاره ډير اهميت لري.

د بلوچستان يونيورسټي اف انفارمېشن ټيکنالوجي، انجینیرينګ اينډ مينيجمنټ سايسنز د سټوډنټ افېرز مشر سمين جان چې ددغې غونډې په ترتیب کولو کې يې خواري کښلې، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل. ((زموږ زده کوونکو ډېر ښه مضمونونه لیکلي وو، بیا زموږ ښو پوهانو بیا دا وکتل او وروسته يې دغه نتيجې ترتیب کړي. که څه هم زموږ پوهنتون دغسې غونډې بېخي زیاتې کوي خو ننۍ غونډه په دې زیاته مهمه وه چې يوه نړيواله مشال راډيو دغه غونډه ترتیب کړې وه او موږ ټول د مشال راډيو مشرانو منندوی يو چې دوي په بلوچستان کې دا پروګرام بیوټمز ته ورکړ. او هیله من يو چې مشال راډيو به هر کال همداسې غونډې زموږ د لوستونکو لپاره جوړوي.))

د کوټې تر ايي ټي پوهنتون وړاندې د مشال راډيو له خوا د ځوانانو تر منځ ورته مقابلې د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو پوهنتونونو کې شوې خو اول ځل وو چې په بلوچستان کې يې هم وکړي.
XS
SM
MD
LG