د لاسرسي ځای

تازه خبر

بو برګډال نن امریکا ته ستنېږي


د طالبانو له بنده خوشې کړل شوی امریکايي بو برګډال نن (جمعه) امریکا ته ستنېږي.
دی تر پینځو کلونو د طالبانو بندي وو.


بو برګډال د جرمني په پوځي روغتون کې تر درملنې وروسته په ټیکسس ایالت کې د امریکا پوځي روغتیايي مرکز ته ځي. طالبانو نوموړی د مې پر ۳۱مه، د ګوانتانامو له زندانه د خپلو پینځو مشرانو په بدل کې خوشې کړ.

د ده د خوشې کېدو معاملې سیاسي ناندرۍ پارولې دي ځکه چې امریکايي حکومت په دې اړه کانګرس له مخکې نه وو خبر کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG