د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پر هوايي ډګر برید د ازبکستان اسلامي غورځنګ کړی


د ازبکستان اسلامي غورځنګ د کراچۍ پر هوايي ډګر د وسله وال برید پړه منلې ده.

دې غورځنګ نن په یوه بیان کې ویلي، ټول ۱۰ وسله وال ازبکان ول چې د دوی په وینا شهیدان شول. د کراچۍ پر هوايي ډګر د یکشنبې (یا اتوار) پر ورځ په وسله وال برید کې د امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي ول. بیان وايي، دا حمله یې د پاکستاني پوځ د وروستیو بمباریو او د شپې مهال حملو په بدل کې کړې ده. د یادونې وړ ده چې د همدې حملې پړه تحریک طالبان پاکستان هم منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG