د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ مشران په فرانسه کې د دویمې نړیوالې جګړې په یادغونډه کې برخه اخلي


نړیوال مشران نن د جمعې پر ورځ د فرانسې په نارمنډي کې د دویمې نړیوالې جګړې د پیل د ۷۰مې کلیزې په یاد ورغونډېږي.

په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین، د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د فرانسې، جرمني، برتانیا او کاناډا مشران ګډون کوي او داسې هیلې دي چې دا به د اوکراین بحران په اړه کړکېچ کم کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند به هڅه وکړي چې د یادغونډې تر پیل مخکې پوټین او د اوکراین نوی ټاکل شوی ولسمشر پېترو پوروشېنکو یو بل ته لاس ورکړي. دا به د کړکېچ کمولو د هڅو لومړی ګام وي.

تېره ورځ په برسلز کې د نړۍ اووه پرمختللیو هېوادونو ټولنې پوټین ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین په ختیځ کې یې د بې ثباتۍ له کارونو لاس وانخیست نو د بندیزونه د روسیې اقتصاد ټولو برخو ته غځولای شي. دې ټولنې دا هم وویل چې پوټین باید د اوکراین د نوي ولسمشر په توګه د پوروشېنکو انتخاب ومني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG