د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د امنیتي سرتېرو او یاغیانو تر منځ سختې نښتې شوې


د مشال راډیو عراقۍ څانګه وايي، د تېرې سېشنبې پر ورځ د فلوجې پر عمومي روغتون بمباري وشوه چې پکې ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۸ ژوبل شول.

د فلوجې پوهنتون کروندګرۍ پر پوهنځي هم تېره ورځ توغندي ولګېدل خو پکې د مرګ ژوبلې خبر نشته.

هلته په پوهنتون کې درسونه ځنډول شوي دي. حکومتي امنیتي سرتېري له القاعده سره تړاو لرونکو وسله والو پر ضد جنګېږي. دې وسله والو د روان کال له پیله فلوجه او د ولایت مرکز رمادي ځینې برخې نیولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG