د پاکستان له اسلام اباد سره نېږدې د پوځیانو پر ګاډي په حمله کې د دوو پوځي افسرانو په ګډون پینځه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، دا یوه ځانمرګې حمله وه چې نن (چارشنبه) سهار شاوخوا ۱۱ بجې له ترنول سره نېږدې پر فتح جنګ سړک شوې ده.د چارواکو په خبره، په حمله کې وژل شوي افسران کرنل ظاهر شاه او کرنل ارشد نومېږي. د دوی په خبره، درې نور وژل شوي کسان ملکي وګړي ول. د حملې پړه لا چا نه ده منلې.