د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د طالبانو پرېښودل له نړۍوال قانونه سرغړونه وبلله


امریکايي سرتېری بو برګډال د پنځو طالبانو په بدل کې پرېښودل شو.
امریکايي سرتېری بو برګډال د پنځو طالبانو په بدل کې پرېښودل شو.

افغان حکومت وايي د یو امریکايي سرتیري بو برګډال په بدل کې د امریکا لخوا د پنځو جګپوړو طالبانو پرېښودل باید بې له څه شرطه وای.


افغان حکومت وايي د یو امریکايي سرتیري بو برګډال په بدل کې د امریکا لخوا د پنځو جګپوړو طالبانو پرېښودل باید بې له څه شرطه وای.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون«یکشنبه» په یوه بیان کې وویل : که د امریکا حکومت دغه طالب بندیان په دې موخه د قطر حکومت ته سپارلي وي چې د هغوی ازادي محدوده کړي، نو دا له ورایه د نړۍوالو قوانینو ضد کړنه ده.

د تړون له مخې پنځه واړه طالب مشران د قطر حکومت ته سپارل شوي دي چې هلته له خپلو کورنیو سره و اوسېږي، خو تر د دې امنیتي ډاډ لاندې چې د امریکا امنیت ته خطر راڅېرمه نکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي بیا بیا ویلي ول چې په ګوانټانامو زندان کې بندي افغانان دې خوشې کړل شي او دا یې له واشنګټن سره د دوه اړخیزه امنیتي سند لپاره یو شرط هم ګڼلی وو.

افغان دولت له ګوانتانامو زندانه د طالبانو خوشې کول او درېیم هېواد ته سپارل د دوه اړخیزو موافقو خلاف کار بللی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، که چېرته د طالبانو خوشې شوي مشران د دوی د غوښتنې خلاف قطر ته سپارل شوي وي نو افغان حکومت به احتجاج وکړي.



د افغان طالبانو مشر ملا عمر د بندیانو راکړه ورکړه’لویه بریا‘ بللې. هغه په خپل یوه پېغام کې د هغوی په پرېښودلو ټول افغان مسلمان ولس ته تبریکي ویلې.

ملا عمر په ۲۰۰۱م کال اله افغانستان پرېښود چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو طالب رژیم نسکور کړ. داسې باور کېږي چې هغه په پاکستان کې پټ دی.
برګډال یوازنۍ امریکايي سرتېری وو چې طالبانو بندي کړی وو، هغه د مې میاشتې پر ۳۱مه نېټه په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته له سپارل کېدو سره سم جرمني ته د درملنې لپاره یووړل شو.


افغان حکومت د امریکايي سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو په بدل کې قطر ته له ګوانتانامو زندانه د طالبانو د پنځو قوماندانانو سپارل د مخکیني توافق خلاف کار بللی.


د بهرنیو چارو وزارت وروسته د بندیانو د تبادلې په اړه د نړۍوالو قوانینو څرنګوالی بیانوي او لیکي، که امریکا دا طالب قوماندانان د هغوی په خوښه قطر ته استولي وي نو افغانستان یې هرکلی کوي خو که دا کار د هغوی د خوښې خلاف شوی وي نو احتجاج به وکړي.


د امریکا په کانګرس کې د ریپبلیکن ګوند غړو د بندیانو د تبادلې پر دې پرېکړه انتقاد کړی، دوی اندېښنه ښودلې چې خوشې کړل شوي طالب مشران ښايي بېرته د امریکا پرضد د جګړې ډګر ته ستانه شي.

سېنېټر جان مککېن خوشې شوي بندیان د طالبانو د سخت دریځې کړۍ ترټولو افراطي غړي وبلل. خو د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د خپلې حکومتي پرېکړې دفاع وکړه:

″ایا دا به ترهګر نورهم زړور کړي؟ بیاهم یادونه کوم چې دا د یوه جنګي بندي تبادله وه. دی جنګي بندي و.″

د برګډال د تبادلې په اړه د امریکا دفاع وزیر نوي جزییات هم روښانه کړل او د پنټاګون د اسنادو په حواله یې وویل، د ځانګړو امریکايي ځواکونو لسګونه پوځیان د افغانستان د ختیځ یوې سیمې ته ولاړل او هلته طالبانو برګډال دوی ته وسپاره.

هېګل وویل، هرڅه په امن کې ترسره شول او ان یو ډز هم ونه شو.

هیګل د امریکا له NBC ټلویزیوني چینل سره له بګرامه په مرکه کې هیله وښوده چې د دې طالبانو خوشې کول به په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته وکړي:

″زموږ لومړنی هدف د برګډال خوشې کول او دا کار مو وکړ. لکه څنګه چې ما او ولسمشربارک اوباما وویل، دا د ګڼو کسانو د مرستې نتیجه وه. نه پوهېږم چې دا به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي کنه، خو هیله لرم چې وبه یې کړي.″

په همدې حال کې فرانس پرېس خبري اژانس د قطري سرچینو له خولې وايي، چې له ګوانتانامو زندانه خوشې شوي طالب مشران به د یوه کال لپاره په قطر کې پاتې شي.


په راخوشې شویو طالب بندیانو کې چې د راپورنو له مخې قطر ته رسېدلي دي څلور ملاعمر ته نژدې قوماندانان او یو د حقاني شبکې یو مهم غړی بللی شوي.
XS
SM
MD
LG