د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : باجوړ کې په پاکستانۍ پوسته برید له افغانستانه نه دی شوی


افغانستان د پاکستان هغه تورونه رد کړل چې ګواکې په باجوړ کې ددوی په یوې پوستې د افغانستان نه برید شوی دی. دافغانستان د کونړ ولایت چارواکي وايي ، بریدونه تل د پاکستان د غاړې ترسره کیږي او په ترڅ کې یې اولسي وګړو ته زیانونه اوړي.

د افغانستان د کونړ ولایت والي شجاع الملک جلاله وايي په تېرو لسو ورځو کې د پاکستان له خاورې د کونړ پر دانګام او شيګل ولسواليو شا و خوا زر توغندي لګېدلي دي. نوموړی وايي په دغو بریدونو کې پنځه افغانان وژل شوي او ٣٨ نور ژوبل دي.

د پاکستان پوځ تاييدوي چېتیره ورځ يې په سیمه کې هوايي حمله کړې ده، خو وايي دغه بريد يې د پاکستان په خاوره کې دننه د سخت دريځو وسلوالو پرضد کړى دى.افغان چارواکو د پاکستاني پوځ پرونى بريد په کلکه غندلى دى.

بل پلو د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکوي چې اسلام اباد ، کابل ته ته په باجوړ کې په یوې امنیتي پوستې د برید په غبرګون کې تیره ورځ احتجاج کړی دی . د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې وايي ، دوی افغانستان ته په دغه پیښه خپل احتجاج څرګند کړی او په دې لړ کې په کابل کې د پاکستان سفیر هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته خپل شکایت درج کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستان به د افغانستان سره پر پوله د امنیت د خوندي ساتلو لپاره په داسې حالاتو کې زیات کار کوي،ځکه چې په دغه هیواد کې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات هم راروان دي.

XS
SM
MD
LG