د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یوغوریانو او چینایانو ترمنځ ولې ترینګلتیا ده؟


د چين د سينکيانګ صوبې په مرکزي ښار اورومچي کې وسله والو د پنجشنبې په سهار په يوه بازار بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۳۱ کسان ووژل شول او ۹۰ نور ټپي شول.

د چين د سينکيانګ صوبې په مرکزي ښار اورومچي کې وسله والو د پنجشنبې په سهار په يوه بازار بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۳۱ کسان ووژل شول او ۹۰ نور ټپي شول.


ياده صوبه، چې يوغور مسلمانان يې اقليتي ابادي جوړوي، د هم دوی پلارنی ټاټوبی ګڼل کيږي.

د بي بي سي پر ويب پاڼه خپرې شوې ليکنه کې راغلي چې، د چين په خپلواکه سيمه سينکيانګ کې د دې هېواد د حکومتي مقاماتو او يوغوريانو تر مينځ د تاوتريخوالي پېښې يوه اوږده سابقه لري.

ياده سيمه د چين په لويديځ کې موقيعت او له ۸ هېوادونو، منګوليا، روسيې، قزاقزستان، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان او هند سره پولې لري.

مخکې له هغه چې د چينايانو د هان په نوم د يوې قبيلې خلک سينکيانګ ته کډه شول، هم يوغوريان ول چې د سيمې اکثريتي ابادي يې جوړوله.

د ليکنې تر مخه، د يوغوريانو زياتره يې مسلمانان دي، او د اسلام دين د دوی د ژوند او پېژندګلوۍ يوه مهم اړخ حسابيږي.

د يوغوريانو ژبه د ترکانو هغې ته ورته ده او دا چې دوی فکر کوي نسلي او کلتوري ريښې يې د مينځنۍ آسيا هېوادونو له خلکو سره تړلې دي.

د يادې سيمې د اوسيدونکو د ژوند زيات دارومدار پر زراعت او سوداګرۍ دی.

د سينکيانګ له پرمختګ سره د چين د نورو قامونو خلکو هم دې سيمې ته مخه کړه، چې د هان قوم هغه يې ۴۰ فيصده جوړوي.

ليکنه د کتونکو په حواله وايي، چې په ياده سيمه کې د يوغور او هان قامونو د وګړو تر مينځ نسلي تضادات دي چې په سيمه کې د تاوتريخوالي پېښو سبب کېږي.

د بشري حقونو فعالان وايي، چې د چين حکومت د يوغوريانو پر مذهبي، تجارتي او کلتوري فعاليتونو يو لړ بنديزونه لګولي دي.

په اورومچي کې د تاوتريخوالي پېښو په ۲۰۰۹ کال کې هغه وخت زور واخيستو، کله چې، د چينايي چارواکو په خبره، په دغو شخړو کې شاوخوا ۲۰۰ هان چينايان ووژل شول.

له هغې وروسته پيکنګ په سينکيانګ صوبه کې امنيت سخت کړ او يو شمېر يوغوريان يې په سيمه کې د ناارامۍ پیدا کولو په تور ونيول.

د تېر ۲۰۱۳ م کال په اپريل او بيا جون مياشتو کې هم په ياده سيمه کې د تاوتريخوالي پېښې وشوې چې لږ تر لږه ۲۷ کسان پکې ووژل شول.

د چين حکومت اکثره وخت د تاوتريخوالي د دې پېښو پړه د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په نوم پر يوې ډلې او د دې پر ملاتړو کسانو او ډلو اچولې ده.

د امريکا خارجه وزارت په ۲۰۰۶ م کال کې ويلي وو چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د بېلتونپالو يوغوريانو ترهګره ډله ده.
XS
SM
MD
LG