د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بدخشان کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر مرکزونو حمله کړې


د پولیسو یو چارواکی عبدالقادر سید وايي، پېښه نن (چارشنبه) په یومګان ولسوالۍ کې شوې ده. د ده په خبره، وسله والو په حمله کې د موبایل ټیلي فون یوه ستنه هم ورانه کړې ده چې د ولسوالۍ او ولایت مرکز تر منځ رابطه قطع کړي.


د بدخشان ولایت ویاند نوید فروتن وايي، دا حمله د تېرو هغو پرتله درنه وه. رپورټونه وايي، په پېښه کې شپږ پولیسان او پینځه وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG