په کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو له مرکز سره نېږدې په چاودنه کې پینځه کسان ژوبل شوي دي.
د پولیسو یوه چارواکي ساجد حسین مشال راډيو ته وویل، پېښه نن (چارشنبه) سهار د کراچۍ په نارت ناظم اباد کې شوې ده. د ده په وینا، چوونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ایښودل شوي ول. د پېښې پړه لا چا نه ده منلې.