-
د ګل په مازیګر د ډیره اسماعیل خان د داربند تهاڼې په حدودو کې وسله والو دچین یو سیلانی تښتولی دی .
د پولیسو ځايي چارواکو نن سهار مشال ریډیو ته وویل چې د ( هانګ ژو ډانګ) په نامه دغه سیلانی د خیبر پښتونخوا نه دبلوچستان د ژوب سیمې ته په سایکل روان و چې په رابند چوک کې په موټر سایکل سپرو وسله والو وتښتولو.
پولیس وايي په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي، خو تر اوسه یې کوم مشکوک کس په دې تور نه دی نیولی. -
بلخوا د تحریک طالبان یو ویاند د نامالومه ځای نه مشال راډیو ته ددې پیښې ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې دغه سیلانی ددوی په ولکه کې دې.