د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېراه ته د ستنېدونکو کډوالو لړۍ دوام لري


د قبایلي سیمو قدرتي افتونو منظمولو اداره (اېف ډي اېم اي) او د خېبر پولیټیکل چارواکي وایي، چې د کوهاټ له جرمې مرکز او د کرمې له دراني کډوالو کیمپ مرکزه د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو د ستنیدو لړۍ دوام لري. دوی وايي، د مې له اوومې بیا د مې تر نولسمې نېټې پورې تر اوسه خوا وشا نهه سوه او پینځه پنځوس(۹۵۵) کورنۍ تیرا میدان ته ستنې شوې دي، او دغه لړۍ به یې د مې تر دېرشمې نیټې پورې دوام ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG