د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني حکومت او و سله والو ترمنځ په خبرو کې خنډونه


فایل فوټو
فایل فوټو

دپاکستان په انګلیسي ژبې ورځپاڼې ( دي نیوز ) کې رحیم الله یوسفزی لیکي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بهرنیو وسلوالو موجودګي د اسلام اباد او ترهګرۍ نه د متاثره هیوادونو امریکا او چین سره د تعلقاتو په منځ کې یو لوی خنډ دی.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو عمل پیل شوی، چې کله روان او کله ودریدلی وي، پکې د هغو وسلوالو په اړه خبرې نه کیږي، چې د نورو هیوادونو نه راغلي او په قبایلي سیمو کې ژوند کوي. او د طالبانو سره په مذاکراتو کې لومړی خو تر اوسه څه پرمختګ نه دی لیدل شوی، او دویمه په دې مسئله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د مذاکراتو دغه عمل د تیرې جنورۍ په پای کې پیل شوی، خو تر اوسه د حکومت او طالبانو تر منځ یو وارې مخامخ خبرې شوې دي، ځکه چې په دغه موده کې زیاتره د دریم ګړیو لخوا خبرې مخې ته راځي. لیکوال وایي تر څو چې د مذاکراتو په دغه عمل کې د بهرنیو وسلوالو په اړه خبرې نه وي شوي، دغه مذاکرات ګرانه ده، چې کامیابه شي، او یا د امن راوستلو په لاره کې څه نتیجه ورکړي.

پخوا د طالبانو سره داسې لوظنامې زیاتره د پوځ لخوا شوي دي، چې پکې پوځ دا ویلې چې دوی به د پښتنو په سیمو کې موجود بهرني وسلوال رجسټرډ کوي، او که چیري دغه وسلوال غواړي د پاکستان په خاوره کې و اوسیږي، نو جنګ به پریږدي ، او ښه رویه به ساتي.

په دې لړ کې لومړی په ۲۰۰۴م کال کې شکۍ لوظنامه وشوه، چې د هغه وخت د پیښور د کورپس کمانډر (قل اردو ) مشر صفدر حسین او د طالبانو د یو مشر نیک محمد ترمنځ شوې وه، خو ونه چلیده.
نیوز ورځپاڼه لیکي ، په شمالي وزیرستان کې تر ټولو زیات بهرني وسلوال موجود دي، او په دغه سیمه کې د پاکستان په پوځ په تیرو کالونو کې تر ټولو زیاتې حملې هم شوي دي.

زیاتره د امن په خاطر شوې لوظنامې ماتې شوی دي، او وجه یي د بهرنیو وسلوالو لخوا ترهګر بریدونه دي، دغه وسلوال نه یوازې په قبایلي سیمو کې دي، بلکې د پیښور په خواشاه سیمو کې هم دي، او دوی سره په تګ راتګ کې ځایي وسلوال مرسته کوي.

په قبایلي سیمو کې د دغو بهرنیو وسلوالو د شمیرې په اړه پوره مالومات نشته، بلکې تر اوسه د ځایي وسلوالو کره شمیره هم نه ده معلومه. ځینې سرچینې دغه د یوولسو زرو زیاته ښایي. همدارنګه د ترهګرو ډلو د شمیرې په اړه هم پوره معلومات نشته، خو اکثره داسې ویل کیږي، چې په قبایلي سیمو کې ۴۳ ځايي او بهرني وسلوال تنظیمونه کار کوي، او زیاتره په شمالي وزیرستان کې دي.
XS
SM
MD
LG