د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د موټربم چاودنو ۳۴ تنه ووژل


په عراق کې د موټربم چاودنو په ترڅ کې د پرون (سېشنبه) لږ تر لږه ۳۴ تنه ووژل شول.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوې دي چې شیعه د امام علي زوکړه لمانځي.

لږ تر لږه نهه موټر بم چاودنې د بغداد شاوخوا شوې دي او یو ځايي ډیر تلفات د بغداد په صدر سیمه کې اوښتې دي چې شپږو تنو ته رسیږي.

یو برید د یوه شیعه پر مستري خانې شوی او د پولیسو پر ماموریتونو او د بغداد په عامه لارو کوڅو کې چاودنې شوې دي.

لږ تر لږه یوې چاودنې د عرب جبور په سني میشتې سیمې کې درې تنه وژلي دي.

د بغداد په شمال کې شاوخوا اتیا کیلومتره لرې د بلد په ښارګوټې کې چې هلته هم شیعه اوسي موټر بم چاودنې شپږ تنه وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG