د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي ایران نن ځینې افغان بندیان خوشي کړي


د هرات چارواکي وايي چې نن به د ایران حکومت له خوا ۲۵ افغان بندیان دوی ته وسپارل شي.

د هرات د والي د دفتر مشر سمیع وفا مشال راډیو ته وویل چې دا کسان ډېر د مخدره موادو د قاچاق په جرم په ایران کې بندیان شوي و.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تمه ده ۲۷ افغان بندیان د افغانستان په پولو کې د ایران د حکومت له خوا افغان لوري ته وسپارل شي.

افغان حکومت هم د روان کال په فبرورۍ کې په افغانستان کې ۱۴ بندي ایرانیان د هغه هیواد چارواکو ته وسپارل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG