د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرام شا کې سړک غاړې چاودنې نهه تنه پاکستاني سرتېري ووژل


د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په خپل یوه خپور کړي بیان کې راغلي چې د زیارت/پنجشنبې سهار د شمالي وزيرستان مرکز ميرام شاه پر غلام خان سړک له یوه ښخ ماینه نهه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په خپل یوه خپور کړي بیا کې راغلي چې د زیارت/چارشنبې سهار د شمالي وزيرستان مرکز ميرام شاه پر غلام خان سړک له یوه ښخ ماینه اته تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په بیا کې راغلي چې چې له چاودنې یو شمېر نور سرتېري ژوبل شوي هم دي. د پاکستان امنیتي ادارې د دغه ډول بریدونو تر شا تل د وسله والو طالبانو لاس بولي.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم هاوس څخه جاري شوې خبر پاڼه کې وزيراعظم نواز شريف د پيښې غندنه کړېده.

که څه هم د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د خبرو اترو یو ځنډنۍ بهیر دوام لري، خو وسله والو طالبانو تېره میاشت اعلان کړی وو چې دوی له خپله لوري اوربند نور نه غځوي. چې له دې سره په د فاټا په ګډون په پښتونخوا او نورو سیمو کې یو ځل بیا د وسله والو بریدونو زیات شوي دي.

د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۹ مې نېټې په شپه د خېبر ایجنسۍ په لواړګي خوږا خیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځه په یوه نښته کې درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي او د فرنټیېر کور (اېف سي) دوه سرتېري ژوبل شوي ول. دوی ادعا کوله چې دغه وسلوال په دا وروستیو کې پر لواړګي پوځي چاوڼۍ په راکټي حملو کې ککړ ول. تېره میاشت په خېبر لواړګي کې د پاکستاني پوځي چاوڼۍ په وسله تون راکټي بریدونه شوي ول چې د وسلو لویه زېرمه یې له منځه وړې وه.

د تېرې جمعې ورځ د سوات په ملم جبه کې د پاکستاني پوځ پر ګاډي په بمي حمله کې څلور سرتېري ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG