د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان کې ناورین ځپلو ته له نوې سره کورونه جوړوو. کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، هغو ټولو خلکو ته به نوې ودانۍ جوړوي چې کورونه یې په اب باریک کلي کې تر خاورو لاندې شوې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، هغو ټولو خلکو ته به نوې ودانۍ جوړوي چې کورونه یې په اب باریک کلي کې تر خاورو لاندې شوې دي.


نوموړی د چهارشنبې ګهیځ د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اب باریک کلي ته ولاړ او له ناورین ځپلو کورنیو سره یې خپله خواږي وښودله، چې د تېرې جمعې پر ورځ ځمکښوېدنه کې یې سلګونه وګړي او ګڼ کورونه تر خاورو لاندې شول.

د ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي مشال راډیو ته وویل، چې ولسمشر د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې له ناورین ځپلو سره د مرستو ژمنه وکړه.

"ولسمشر کرزي د زیانمن شویو خلکو خبرې له نږدې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د هېواد دننه او بهر مرستې برابرې شوي او هغوی ته به وویشل شي.″
XS
SM
MD
LG