د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوي


د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالر رضا رحماني فضلي نن (سېشنبه) په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیر اعظم میانوازشریف سره په ملاقات کې په دوه اړخیزو معاملاتو خبرې وکړې. پاکستاني وزیر اعظم په دې موقع وویل :


هیواد یې د ایران سره خپلو اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوي. د وزیر اعظم نوازشریف له دفتره په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د سوداګرۍ د لا پیاوړې کولو لپاره په نویو اقداماتو کولو هم زور راوړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په داسې وخت کې له پاکستان څخه لیدنه کوي چې څه موده مخکې څوتنه ایراني سرحدي سرتیري یوې وسله والې ډلې تر تښتول کیدو وروسته بلوچستان سیمه کې ساتلي وو او د هغوی د تښتونې ویډیو یې هم خپره کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG