د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د طالبانو بریدونه د امن بهیر زیانمنولای شي'


مولانا یوسف شاه
مولانا یوسف شاه


د مذاکراتو لپاره د طالبانو کمیټۍ غړي مولانا یوسف شاه ویلي دي چې د طالبانو بریدونه د امن روان بهیر ته زیان رسولای شي.


د نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان سرکاري راډیو نن (ګل ورځ) په خپله وېبپاڼه خپرې کړې چې په ملتان کې یې د یکشنبې ورځ له خبریالانو سره کړې دي. هغه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال غوښتنه وکړه چې له زغمه دې کار واخیستل شي. مولانا یوسف شاه پر هغو مذهبي مشرانو او ګوندونو نیوکې هم وکړې چې د مذاکراتو مخالفت کوي.

د امن خبرو په ترڅ کې بریدونه


د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلعې کې پرون د یکشنبې پر ورځ چاودنه شوې چې پکې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی. د ټل تاڼې د پولیس یو چارواکې بیګا مشال راډیو ته وویل، چې دا پېښه په ټل بازار کې د موبایلونو له دوکانو سره نیژدې شوې ده. د پېښې پړه لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG