د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په تریزیو کې پر امنیتي پوستې برید


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په شپه وسلوالو د خوست د علیشیرو ولسوالۍ د تریزیو په ښارګوټي کې د ملي او سرحدي پولیسو پر ګډه امنیتي پوسته برید کړی، چې په کې څلور سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په یاد برید کې وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، د دریو وسلوالو د مړو جسدونه په سیمه کې باتې شوي او یو تن هم د افغان ځواکونو له خوا ژوندی نیول شوی دی.

تریزي او علیشیر د ښار څخه دیرش کیلومتره لیرې پرته د خوست شمال لویدیز لوري ته پرته سرحدي ولسوالي ده، چې د یاد ولایت په ناامنو سیمو کې حسابیږي.

د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ د یادې پیښې په تړاو مشال راډیو ته وویل، چې بېګاه د شپې په نهو بجو دخوست ولايت د علېشېرو او ترېزيو له خوا وسلوال بريد شوى، چې له کبله يې دوه تنه د ملي او دوه د سرحدي پوليسو سرتېري وژل شوي او څلور سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو په متقابل بريد کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې د دريو کسانو جسدونه يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او د وسله والو مخالفينو څخه یو تن ژوندى نيول شوى دى.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې د وسلوالو طالبانو په دې برید کې لسو تنو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، نوموړي ویلي، چې په یاد برید کې د دوی درې ملګري هم وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده په تېره یوه میاشت کې دا دویم ځل دی، چې د علیشیرو په ولسوالۍ کې وسلوال طالبان پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG