د پېښور نښتر تالار د فلسفي شاعر غني خان په انځورونو پسولل شوی
میا راشد شهید فاونډېشن د پېښور په نښتر هال کې د وتلي پښتون انقلابي شاعر فلسفي او انځور ګر غني خان سلمې کلیزې په مناسبت د موسیقۍ یو بنډار او بیا د انځورونو یو نندارتون جوړ کړی وو. د دغه غونډې مشر مېلمه د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر میا افتخار حسین وو. د مشال خبریال خالد خان ویډیويي راپور