د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په هر حال کې به د پاکستان د پوځ عزت ساتو”


د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي چې په هر حال به د پاکستان د پوځ او جاسوسي ادارې (آيي، ايس، آيي) عزت ساتي.


نوموړي د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ملکي حکومت د پوځ ترڅنګ ولاړ دی.

دا خبرې تر هغې وروسته رامخې ته شوي چې د تېر خالي په ورځ کراچۍ کې جيو ټي وي يو مشر خبريال حامد مير د وسله والو په بريد کې زخمي شو.

د هغه کورنۍ د دې حملې زمه واري د پاکستان پر جاسوسي ادارې (ISI) واچوله چې هغوی رد کړي.
حکومت د پاکستاني مطبوعاتو د نظم له ادارې (پيمرا) غوښتي چې جيو ټي وي دې بند کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG