د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي کوریا د ډوبې شوې کشتۍ ۲۹۰ ترې تم شوو کسانو لټون روان دی


په جنوبي کوریا کې د هغو ۲۹۰ کسانو لټون روان دی چې له ساحل سره نېږدې د کښتۍ تر اوښتو وروسته په اوبو کې ډوب شوي دي.


په دوی کې زیاتره د ښوونځیو ماشومان دي. نن (پنجشنبه) د قوي څپو، باران او د لید کیفیت خرابوالي له کبله د ژغورنې هڅې درول شوې دي.

تر اوسه ۱۷۹ کسان ژغورل شوي دي. په ډوبو شویو کې د نهو د مرګ پخلی شوی دی. په کښتۍ کې ۴۶۰ کسان سپاره ول. دا کښتۍ تېره ورځ د هېواد په جنوب غربي سمندر کې ډوبه شوه.

په کښتۍ کې په سپرو کسانو کې له ۳۰۰ زیات هغه زده کوونکي او استادان ول چې د ښوونځي له خوا په چکر وتلي ول. چارواکي وايي، تر اوسه ورته نه ده مالومه چې کښتۍ ولې ډوبه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG