د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د خبرو بهیر ډېر پېچلی دی. عباسي


د خېبر پښتونخوا نوی ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي
د خېبر پښتونخوا نوی ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي

د خېبر پښتونخوا نوي ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي پرون مازدیګر (دوشبنه)د پېښور های کورټ له مشر قاضي مظهر عالم میا خېله د خپلې څوکۍ لپاره سوګند واخیست.

د خېبر پښتونخوا نوي ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي پرون مازدیګر (دوشبنه)د پېښور های کورټ له مشر قاضي مظهر عالم میا خېله د خپلې څوکۍ لپاره سوګند واخیست.


نوموړی د انجینیېز شوکت الله خان پر ځای وګمارل شو چې د پیپلز پارټۍ په واکمنۍ کې ګورنر شوی وو.

د خپل منصب سمبالولو پس نوي ګورنر سردار مهتاب احمد خان عباسي له خبریالانو سره په خبرو کې چې له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو بهیر ډېر پېچلی او ګڼ اړخونه لري او دی په ولسي توګه او یا هم په مطبوعاتو کې په دې اړه ډیر څه ویل نه غواړي.

هغه وویل، چې طالبان پخپله هم په دې جنګ کې راګیر پاتې دي او کورونه یې وران شوي دي ، خو که څوک هم د پاکستان ايين ته درناوی ولري دوی به ورته بخښنه وکړي.

سرادر مهتاب عباسي د حکومت لخوا د بندیانو د خوشې کیدو په اړه وویل : هغه کسان چې بې ګنا دي، دوی به یې پرېږدي خو هغه کسان چې جرمونه یې کړي، دوی به یې هېڅکله پرېنږدي. ده وویل : په قبایلي سیمو کې د امنیت راوستل به د دوی له لومړنیو ګامونو څخه وي.
XS
SM
MD
LG